د امريكا لخوا د لايزري وسلې آزمايل

د امريكا د بحري ځواكونو اړوند يوې نظامي بېړۍ كې چې د منځني ختيځ د خليج په سواحلو كې مستقره ده د لايزي وسلې يو سيستم نصب او آزمايل شوى دى.

145880
د امريكا لخوا د لايزري وسلې آزمايل

د امريكا د بحري ځواكونو اړوند يوې نظامي بېړۍ كې چې د منځني ختيځ د خليج په سواحلو كې مستقره ده د لايزي وسلې يو سيستم نصب او آزمايل شوى دى. دا وسله په بحر كې د هوايي او بحري بريدونو پر وړاندې د دفاع او همداراز د جنګي الوتكو او كيښتيو د ويشتلو وړتيا لري. سربېره پر دې د رادار د سيګنالونو د مختل كولو او ارتباطي جګړې د مخنيوي په موخه هم كارول كيږي.
د رويټرز د خبري آژانس د خبر له مخې د امريكا د بحري ځواكونو د علمي تحقيقاتو ډلې د لېزري وسلې سيتسم د امريكا د USS Ponce په نظامي بېړ كۍ نصب كړ.
د خبر له مخې ددې وسلې ټول لګښت شاوخوا ۴۰ ميليونه ډالره دى چې د ۲۰۱۴ كال په دوبي كې يې په وچه كې وروستي آزمايښتونه په برياليتوب سره پاى ته ورسېدل. د بحري ځواكونو يو تن چارواكي رويټرز ته پدې اړه وويل چې `` دا د امريكا په تاريخ كې لومړى ځل دى چې لېزري وسله پر كيښتۍ نصبيږي.``
ويل كيږي چې دا پرمختللې وسله ددې وړتيا لري چې د ځانګړو وړانګو پر مټ د اوبتلو `` تحت البحري`` جنګي بېړيو او جنګي الوتكو د تګ راتګ لاره تثبيت كړي. سربېره پر دې لېزري وسله ددې وړتيا هم لري چې په ځمكه او هوا كې هر ډول جسم وولي او له منځه يې يوسي.
د رويټرز د خبر له مخې امريكايي چارواكو پدې وروستيو كې د چين او ايران په څېر د هېوادونو لخوا د نظامي مانورونو نه وروسته په بحري جګړه كې د لاسبري په موخه پانګې اچوونې ته لومړيتوب وركړى دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه