نه چاودیدونکي او هوا ته اړتیا نه لرونکي ټیرونه تولید شول

د موټر د ټیرونو تولیدونکي یو شرکت داسې ټیرونه تولید کړی چې نه چوي او نه هم هوا ته اړتیا لري.

206397
نه چاودیدونکي او هوا ته اړتیا نه لرونکي ټیرونه تولید شول

د موټر د ټیرونو تولیدونکي یو شرکت داسې ټیرونه تولید کړی چې نه چوي او نه هم هوا ته اړتیا لري.
د یاد شوي شرکت لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې نوموړي ټیرونه يي په بریالیتوب سره ازمایلي دي او په لنډه موده کې به بازار ته وړاندې شي.
یاد شوي شرکت ویلي دي چې دا ټیرونه هوا او بیلانس او عیار په څیر تخنیکي مسلو ته اړتیا نلري. همداشان دا ټیرونه نه چوي.
شرکت ویلي دي چې دم ګړۍ یواځې د ساختماني ماشین آلاتو لپاره ټیرونه تولید کړي دي او په نږدې راتلونکې کې به د ګړندیو موټرو لپاره هم ټیرونه تولید کړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه