ګوګل د نړۍ هر ګوډ ته د وړیا انټرنټ رسولو پروژه وازمایله

200192
ګوګل د نړۍ هر ګوډ ته د وړیا انټرنټ رسولو پروژه وازمایله

د نړۍ هر ګوډ ته په وړیا توګه د انټرنټ رسولو پروژه په بریالیتوب سره وازمایل شوه.
د ګوګل کمپڼۍ د نړۍ هر ګوډ ته په وړیا توګه د انټرنټ رسولو ( LOON) په نامه پروژه په بریالیتوب سره وازمایله. د ګوګل کمپڼۍ په پام کې لري چې د لویو لویو بالونونو په ذریعه د نړۍ هر ګوډ ته وړیا انټرنټ ورسوي.
د ګوګل کمپڼۍ دا بالونونه د شاوخوا دریو نه تر ۴ میاشتو پورې په هوا کې د پاتې کیدو او هر ډول مانور ترسره کولو په ظرفیت جوړ کړي دي.
ګوګل ویلي دي په ورځ کې به شل بالونونه ولوزوي.
د ګوګل کمپنۍ چې دا پروژه په استرالیا کې د لاس لاندې نیولې ده ویلي دي په راتلونکې میاشت کې به د تیلی کمونیکیشن سیمه ییزو کمپنیو په همکارۍ د ازمایښت لپاره به د انټرنټ په خدماتو پیل وکړي.
شرکت ویلي دي چې د ورځې به شل بالونونه چې نړۍ هر ګوډ ته په وړیا توګه انټرنټ رسوي والوزوي.
د ګوګل کمپڼۍ د پروژې په اړه ویلي دي چې د تیر کال په پرتله يي لس برابره پرمختګ کړی دی . دا بالونونه د تیر کال په پرتله لس برابره زیات په هوا کې پاتې کیدلی شي. نن ورځ دا بالونونه د سلو نه تر ۱۳۰ ورځو پورې په هوا کې پاتې کیدلی شي . ویل کیږي د نړۍ په یو زیات شمیر قارو کې پروژه په بریالیتوب سره ازمایل شوې ده . دې بالونونو جمعآ درې میلیونه کیلومتره واټن مزل کړی دی .
ګوګل ویلي دي چې په نوو بالونونو کې د مانور قابلیت د پام وړ لوړ کړی دی . د نوموړې پروژې انجینیرانو د وینا له مخې دا بالونونه د هوا د خرابوالي او هر ډول بادونو او توپانونو سره سره خپل هدف ته تر یو نیم کیلو متره نږدې کیدلی شي.
همداشان ګوګل ویلي دي چې هر بالون په پنځو دقیقو کې پړسولی او ورځې تر شلو بالونونه هوا ته الوزولی شي.
د ګوګل کمپني ویلي دي چې د نوموړو بالونونو د الوزولو او په وړیا توګه د نړۍ هر ګوډ ته د انټرنټ د رسولو په خاطر به د سیمه ییزو شرکتونو سره همکاري وکړي.
د یادولو وړ ده چې د ګوګل د کمپنۍ ستر رقیب فیسبوک هم په پام کې لري چې د نړۍ هر ګوډ ته په وړیا توګه انټرنټ ورسوي خو ګوګل بیا پدې برخه کې د فیسبوک نه مښکې ښکاري.
فیسبوک په پام کې لري چې په ډورو الوتکو او سپوږمه کیو کې د لایزر تکنالوژي ځای په ځای کړی او ددې لارې نه د نړۍ هر ګوډ ته وړیا انټرنټ ورسوي.

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه