ایفون ۶ نن شپه د شاندارو مراسمو په ترڅ کې نړۍ ته معرفي کیږي
ایفون ۶ نن شپه نړۍ ته معرفي کیږي.
د اپل کمپنۍ ویلي دي چې په پام کې لري د ترکیې په ځايي وخت نن شپه د ماسخوتن په ۸ بجو ایفون ۶ د شاندارو مراسمو په ترڅ کې نړۍ ته معرفي کړي.
د یادولو وړ ده چې د ټکنالوژۍ مینه وال د میاشتو میاشتو راهیسې د ایفون ۶ د راوتلو لپاره شپې او ورځې شمیري. دا دې ایفون ۶ نن شپه نړۍ ته معرفي کیږي.
اپل ته نږدې سرچینو ویلي دي چې ایفون ۶ ډیرې مهمې ځانګړتیاوې لري. تر ټولو مهمه ادعا ویل کیږي د ایفون ۶ نه به د کریدت کارت په توګه هم کار واخیستل شي.
همداشان بله ادعا ویل کیږي چې ایفون ۶ به د ایفون۵ په پرتله د لا پراخه شیشې خاوند وي. ایفون ۶ د ایفون ۵ په پرتله ډیر لوی وي.
د بله پلوه ویل کیږي اپل په پآم کې لري چې ایفون ۶ دوه ډوله چې یو یی د ۴ عشاریه ۷ انچه په لویوالي او بل یي د ۵ عشاریه ۵ یا ۵ عشاریه ۷ انچه په لویوالي وي.
ویل کیږي د ایفون ۶ د شارژ عمر به اوږد وي. همداشان دا ټولې پوښتنې به نن شپه ځواب پیدا کړي.