د انقرې او استانبول ترمنځه ګړنډي ریل ګاډي په فعالیت پیل وکړ
په ترکیه کې د ټرانسپورت په برخه کې یو ډیر مهم ګام پورته شو.
په ترکیه کې د ټرانسپورت په برخه کې یو ډیر مهم ګام پورته شو.
د انقرې او استانبول ترمنځه د ګړندي ریل ګاډي پټلۍ نن د هیواد د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د یادولو وړ ده چې د انقرې او استانبول ترمنځه د ګړندي ریل ګاډي د پټلۍ د پرانیستو سره د انقرې او استانبول ترمنځه واټن درې نیم ساعتونو ته راټیټ شو.
د انقرې او استانبول ترمنځه د ګړندي ریل ګاډې د پټلۍ د پرانیستو لپاره په اسکي شهر کې ځانګړي مراسم جوړ شوي وو.
په مراسمو کې د لومړي وزیر اردوغان سربیره د یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکیو هم ګډون کړی وو. لومړي وزیر اردوغان په مراسمو کې د ګډون نه مښکې په اسکي شهر کې د اورګاډي د ماشینونو د جوړولو د فابریکې نه لیدنه وکړه .
لومړي وزیر اردوغان وروسته په مراسمو کې ګډون وکړ. لومړي وزیر اردوغان په مراسمو کې وویل چې د پيړیو پیړیو خیال په حقیقت بدل شو. نن موږ د انقرې او استانبول ترمنځه د ګړندي ریل ګاډي پټلۍ رسمآ پرانیزو.
لومړي وزیر وروسته په ګړندي ریل ګاډي کې استانبول ته حرکت وکړ.
د ویلو ده چې ګړندی ریل ګاډی به ورځ کې شپږ ۱۲ سفره ولري.