په ترکیه کې د اف ۳۵جنګي الوتکو د ماشینونو د جوړولو فابریکه جوړه ش

د اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکو د ماشینونو د جوړولو فابریکه نن د هیواد د ازمیر په ښار کې د ولسمشر عبدالله لخوا پرانیستل شوه .

86175
په ترکیه کې د اف ۳۵جنګي الوتکو د ماشینونو د جوړولو فابریکه جوړه ش

په ترکیه کې د اف ۳۵ د نوي نسل جنګي الوتکو د ماشینونو د جوړولو فابریکه جوړه شوه . د اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکو د ماشینونو د جوړولو فابریکه نن د هیواد د ازمیر په ښار کې د ولسمشر عبدالله لخوا پرانیستل شوه .
پدې مراسمو کې د ولسمشر عبدالله ګل سربیره د ملي دفاع وزیر عصمت یلمز، د اقتصاد وزیر نهاب زیبکچي، د عدالت او پراختیا د ګوند سلاکار بنعلي یلدرم او یو زیات شمیر نورو کسانو ګډون کړی وو.
ولسمشر ګل پدې مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې ترکیې په فضايي چارو کې د لوړې تکنالوژۍ په برخه کې ځان په اثبات ورسو. دا فابریکه په اصل کې په نړۍ کې د ترکیې د صنایع او پرمختګ یوه ښکاره بیلګه ده . ولسمشر ګل وویل چې ترکیه په فضايي چارو کې په تولیدونکي هیواد بدل شو.
همداشان د هیواد د دفاع وزیر عصمت یلمز بیا وویل چې په پام کې لرو چې د A۴۰۰ ډوله ټرانسپورتي الوتکو او آټاک چورلکو پروژې هم په روان کال کې سرته ورسو.
نوموړي وویل چې ۲۰۱۴ کال د ترکیې د هوايي ځواکونو د مدرنیزه په برخه کې یو ډیر مهم کال دی. پدې مراسمو کې بل ویناوال د هیواد د اقتصاد وزیر نهات زیبکچي بیا بهرنیو پانګه اچونو ته په اشارې سره وویل د ۲۰۰۳ کال نه تر ۲۰۱۳ کاله پورې په ترکیه کې بهرنۍ پانګه اچونې ۹ برابره لوړې شوې دي . نن ورځ په ترکیه کې ۱۳۶ میلیارده بهرنۍ پانګه اچونه شتون لري .
د ویلو ده چې وروسته فابریکې په رسمي توګه په فعالیت پیل وکړ. د هیواد د ازمیر په ولایت کې جوړیدونکي د اف ۳۵ ډوله الوتکې د ماشین پرزې د وروستي منتاژ په خاطر امریکا ته استول کیږي.
همداشان د هیواد د دفاعي صنایعو مشتاریت د ماشینونو د وروستي منتاژ او نورو برخو په خاطر په ترکیه کې د نورو فابریکو د جوړولو په خاطر د امریکايي شرکت سره تړون لاسلیک کړی دی .
په پام کې ده چې یو څه موده وروسته د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو ماشینونه په ترکیه کې تولید شي .
اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې به د ترکیې وسله والو ځواکونو ته هم ورکړل شي.

 

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه