روسیه : امریکا باید د ترسره کړو جنایتونو حساب ورکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، د امریکا د ډېرو هېوادونو او خلکو پر وړاندې وحشتناک جنایتونه کړي دي.

2096186
روسیه : امریکا باید د ترسره کړو جنایتونو حساب ورکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، د امریکا د ډېرو هېوادونو او خلکو پر وړاندې وحشتناک جنایتونه کړي دي.

"واشنګټن باید د خپلو جرمونو حساب وکړي."

زهرووا په پلازمینه مسکو کې په اونیزه خبري کنفرانس کې د اوسنیو مسلو په اړه ارزونې وکړې.

زهرووا د اردن او سوریې پر پوله د امریکايي پوځیانو د وژل کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ،  د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې دوی به دې برید ته ځواب ورکړي او ویې ویل "زما په اند، بایډن پدې اړه خپله جمله بشپړه کړې نده. د هر څه نه مخکې واشنګټن باید د هغو جرمونو په خاطر چې ترسره یې کړي خلکو ته حساب ورکړي. اوس د واشنګټن لپاره د هغوې لخوا د ترسره شوو جرمونو د حساب وخت دی. بایدن د یو زیات شمیر هیوادونو د خلکو پر وړاندې ډیر وحشتانه ظلمونه ترسره کړي دي خو دوې ددې جرمونو په اړه هیڅکله هم حساب ندی ورکړی او نه يي ورکوي. هغوې یواځې برید کولو ته ټکړه دي. دا ډول وضعیت د ستونزې د حل پر ځای لا زیاتې ستونزې زیږوي.

هغې د جاپان سره د مذاکراتو د ردولو په اړه وویل، جاپان د کوریل ټاپوګانو پر سره د اختلافاتو له امله پر روسیې بندیزونه لګولي دي چې د همدې امله روسیې هم ددوې سره مذاکرات رد کړي دي. جاپان روسیې پر خلاف غیرې دوستانه چلند کوي.

زاخارووا وویل "روسیه به د جاپان د مشرتابه هر ډول دښمنانه کړنو ته تر ټولو سخت ځواب ورکړي."

زاهارووا دې ته په اشارې سره چې مالي، بورکینا فاسو او نایجر د لویدیځې افریقا د هیوادونو له اقتصادي ټولنې  څخه د وتلو پریکړه کړې ده ، دوی وضعیت تعقیبوي او هیله لري موجودې  ستونزې متقابل درناوي پر بنسټ د خبرو اترو له لارې حل شي.


پيوندونه: #امریکا , #روسیه

اړوند خبرونه