بوریل : اروپايي ټولنه په پام کې لري چې د اوکراین سره ۲۰ میلیارده ډالره مرسته وکړي

د اروپايي ټولنې  د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسۍ لوړپوړي استازي جوزپ بوریل ویلي، دوی پلان لري چې له اوکراین سره د پوځي ملاتړ په چوکاټ کې  چې د  روسیې سره په جګړه کې ښکیل دی  د څلورو کلونو لپاره ۲۰ میلیارده یورو مرسته وکړو.

2014409

بوریل د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې د یوې بیانیې په ترڅ کې له اوکراین سره د "دوامداره او وړاندوینې وړ" ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ.

بوریل اعلان وکړ چې  اوکراین د پوځي  اړتیاو په اړه  د اروپا د سولې په صندوق کې د ځانګړي  تخصیص له لارې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره  به هر کال  ۵ میلیارد یورو د اوکراین سره مرسته وشي.

بوریل وویل چې دا مسله نه ده حل شوې او دا به د اګست په پای کې د اسپانیا په تولیدو په ښار کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په غیر رسمي غونډه کې بیا د غور لاندې ونیول شي.

بوریل په دې خبرې سره چې روسیه د تورې بحیرې د غلې دانې دهلیز له تړون څخه وتلې، د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو لامل شوی او نړۍ د خوړو د خوندیتوب له ګواښ سره مخ ده،  وویل، ((د روسیې ولسمشر) پوتین لوږه د وسلې په توګه کاروي."

بوریل وویل چې روسیه د غلو دانو څخه د پام وړ عاید ترلاسه کوي او د بیو په لوړیدو سره به یې عاید نور هم لوړ شي.

اړوند خبرونه