په یوګانډا کې د ښوونځي په لیلیې د وسله وال برید سره ستر قتل عام رامنځته شوی دی.
په یوګانډا کې د داعش ترهګرې ډلې اړوند یو سازمان د یو ښوونځی په لیلیې د وسله وال برید سره لږ تر لږه ۴۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په یوګانډا کې د ښوونځي په لیلیې د وسله وال برید سره ستر قتل عام رامنځته شوی دی.
په یوګانډا کې د داعش ترهګرې ډلې اړوند یو سازمان د یو ښوونځی په لیلیې د وسله وال برید سره لږ تر لږه ۴۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د یوګانډا د دفاع وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې د داعش ترهګرې ډلې اړوند یو ترهګریز سازمان د یو منځني ښوونځي په لیلیې خونړی برید کړی دی. په بیان کې راغلي دي چې ترهګرو پر لیلیې د وسله وال برید نه وروسته لیلیې ودانۍ ته اور اچولی دی. پر زده کوونکو د وسلو او چړو سره برید کړی دی .
د نوموړي بیان له مخې پدې برید کې ۳۷ تنه زده کوونکو، یو تن امنیتي سرتیري او ۳ تنو ملکي وګړو په ګډون ۴۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۶ تنه زده کوونکي هم د ترهګرو لخوا تښتول شوي دي.
همداشان په برید کې ۸ تنه ټپیان شوي چې د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي.
د یوګانډا د دفاع وزارت ویلي چې په ویرونګا ملي پارک کې د برمته شویو زده کونکو د ژغورلو لپاره د برید کونکو د تعقیب لپاره عملیات ترسره شوي.
ویل کیږي دا برید د داعش ترهګرې ډلې اړوند د متفقو ډیموکراټ ځواکونو لخوا ترسره شوی دی.
برید د ۵ تنو ترهګرو لخوا شوی دی. نوموړي ترهګري سازمان ددینه وړاندې هم پدې هیواد کې پر ښوونځیو او زده کوونکو دیته ورته خونړي بریدونه کړي دي.
اړوند خبرونه
د روسیې په داغستان سیمه کې په وسله وال بریدونو کې د پولیسو په ګډون ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په داغستان کې په هممهاله بریدونو کې د ۱۵ تنو پولیسو په ګډون ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې