د یونان په لویدیځې تراکیا سیمه کې یو تن فرانسوي‌ وګړي‌ په قرانکریم برید کړی دی.

د یونان  په لویدیځه تراکیا سیمه کې یو تن فرانسوي‌  وګړی یو جومات ته ننوتی او په قرانکریم يي برید کړی دی.

2000497
د یونان په لویدیځې تراکیا سیمه کې یو تن فرانسوي‌ وګړي‌ په قرانکریم برید کړی دی.

د یونان په لویدیځې تراکیا سیمه کې یو تن فرانسوي‌ وګړي‌ په قرانکریم برید کړی دی.  ویل کیږي  د یونان  په لویدیځه تراکیا سیمه کې یو تن فرانسوي‌  وګړی یو جومات ته ننوتی او په قرانکریم يي برید کړی دی.

 د یونان د پوهنې او مذهبي‌ چارو  د وزارت عمومي منشي یورګوس کلانسیس په لویدیځ تراکیا سیمه  کې یو جومات ته د یو کس داخلیدل او هلته په د قران کریم برید غندلی دی.

کلانسيس په خپل ليکلي بيان کې ويلي چې د زانتي سيمې په يوه جومات کې رامنځته شوې پېښه د ټولو لپاره غمجنه ده او زياته کړې يې هر سړی باید دیني‌ ازادیو ته پوره درناوی وکړي.

هغه دې ته په اشارې سره چې د هرې مذهبي ټولنې د عبادت ځای ته درناوی د یونان لپاره یو مهم ارزښت دی. هغه  د یونان پولیسو ته مبارکي وویله چې بریدګر یې نیولی دی.

د زنتي سیمې  مفتي لخوا په جاري شوي بیان کې ویل شوي چې یو کس د ایلیکا په کلي کې جومات ته ننوتی او په قرانکریم يي برید کړی دی.

ویل شوي، چې بریدګر په جومات کې قرآن کریم څیري‌ کړی او پر ځمکه یې غورځولی او د منبر پرده ته يي زیان رسولی دی . نیول شوی کس د فرانسې وګړی دی .

د زانتي مفتي مصطفی تراپا او د مصطفی چووا ښاروال رضوان  ډیلي حسین د نیول شوي برید کونکي په خلاف شکایت کړی دی.

 



اړوند خبرونه