د ناټو مشر: د جولای په میاشت کې د ناټو د سرمشریزې پورې د سویډن غړیتوب ممکن دی خو تضمین ندی
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، د جولای له ۱۱مې تر ۱۲مې د ناټو تر سرمشریزې پورې د سویډن غړیتوب ممکن دی، خو دی یې تضمین نه شي کولی.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، د جولای له ۱۱مې تر ۱۲مې د ناټو تر سرمشریزې پورې د سویډن غړیتوب ممکن دی، خو دی یې تضمین نه شي کولی.
ینس سټولټنبرګ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې مخکې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
سټولټنبرګ په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د احتمال په اړه چې ایا د ویلنیس تر سرمشریزې به دا مسئله حل شي او که نه؟ وویل د تورکیې، سویډن او فنلنډ ترمنځ د دایمي ګډ میکانیزم غونډه پرون په پلازمېنه انقره کې ترسره شوه . دا غونډه په یو ډیره ښه فضا کې ترسره شوه.
سټولټنبرګ وویل چې سویډن د تیر کال د مادرید په سرمشریزه کې د درې اړخیز یادداشت په چوکاټ کې خپلې ژمنې پوره کړې.
"تورکیه مشروع امنیتي اندیښنې لري. هیڅ یو متحد د تورکیې په پرتله د تروریزم لخوا زیانمن شوی نه دی." سټولټنبرګ د سویډن د غړیتوب په اړه وویل:
"د سویډن غړیتوب د ویلنیس تر سرمشریزې پورې ممکن دی، خو زه یې تضمین نشم کولی. موږ هڅه کوو چې د سویډن ګډون ژر تر ژره ډاډمن کړو. په دې اړه زه له ولسمشر رجب طیب اردوغان او تورکي مقاماتو سره د لیدونو له امله ډیر خوښ یم .
د ناټو سرمنشي له USA Today سره په مرکه کې وویل چې د ناټو ویلنیس په سرمشریزه کې به په ناټو سازمان کې د اوکراین د غړیتوب پر بلنې خبرې ونشي.
سټولټنبرګ د دې خبرې په ټینګار سره چې د اوکراین لپاره تر ټولو عاجل لومړیتوب په جګړه کې د دوی بریا ده. تمه لري چې په راتلونکې میاشت کې به د ناټو په سرمشریزه کې له اوکراین سره د کلک ملاتړ په اړه نوې پرېکړې وشي.