جرمني په هیواد کې د روسیې د ۴ قونسلګریو د تړولو پریکړه وکړه

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاندې کریسټوفر برګر په برلین کې په یوه خبري کنفرانس کې له روسیې سره د کړکېچ په اړه ارزونې وکړې.

1993731
جرمني په هیواد کې د روسیې د ۴ قونسلګریو د تړولو پریکړه وکړه

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاندې کریسټوفر برګر په برلین کې په یوه خبري کنفرانس کې له روسیې سره د کړکېچ په اړه ارزونې وکړې.

هغه ددې خبرې په یادولو سره چې د مسکو ادارې تیره میاشت پریکړه وکړه چې په روسیه کې د آلماني ډیپلوماتیک  پرسونل شمیر ۳۵۰ تنو  ته محدود کړي. البته چې پدې ۳۵۰ تنو کې په روسیه کې الماني ښوونځیو او کلتوري موسسو کارمندان هم شامل دي. برګر وویل چې آلمان باید د نوامبر تر میاشتې پورې په یکاترینبورګ، نووسیبیرسک او کالینینګراد کې خپلې قونسلګرۍ وتړي.

برګر وویل " یوازې په مسکو کې به  زموږ سفارت او په سینټ پیټرزبورګ کې زموږ قونسلګري پرانیستې وي. د روسیې دې  غیرې عادلانه پریکړې  د آلمان حکومت دې ته اړ ویسته چې متقابل ګام اوچت کړي‌ او په جرمني کې د روسیې پر فعالیتونونو محدودیتونه وضع کړي."

ویاندې وویل چې جرمني‌ پریکړه کړې ده چې په هیواد کې روسیې له ۵ قونسلګریو څخه د ۴ د فعالیت جوازونه لغوه کړي‌  او له روسیې څخه غوښتل شوي چې د کال تر پایه پورې په دې قونسلګریو کې خپل فعالیتونه ودروي.

 برګر ټینګار وکړ چې روسیه کولی شي په برلین کې د خپل سفارت او د یوې قونسلګرۍ له لارې خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي. هغې دې ته په اشارې سره چې د دې پریکړې سره هدف د دواړو هیوادونو تر منځ "پرسونل مساوات" دي.  ویاندې وویل چې ددې پریکړې یواځنی لامل روسیه ده ، "دا د روسیې چلند دی چې موږ دې حالت ته مجبور کړو."

پرېکړې له مخې  روسیه یوازې  کولی شي‌ چې په برلین کې د  سفارت سربیره په بن، فرانکفورت، هامبورګ، لایپزګ او مونیخ کې د ۵ قونسلګریو نه یواځې یو انتخاب کړي‌ او هلته خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي.


پيوندونه: #جرمني , #روسیه

اړوند خبرونه