په سربستان کې د دوو ورځو په دننه کې دویم خونړی وسله وال برید رامنځته شو

د سربستان  پلازمینې بلګراد ته نږدې په ملادینوواک ښار کې د یو روان موټر نه پر خلکو د  اتوماتيکو وسلو سره  د ډزو په پایله کې ۸ تنه وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.

1982840

د سربستان د کورنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ملادینوواک ښار کې بریدګر د روان موټر نه په شاوخوا خلکو د اټوماتیک ټوپک سره  ډزې کړي چې په نتیجه کې ۸ تنه وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې پولیسو د نوموړي برید کوونکي د نیولو په خاطر د توپان په نامه عملیات پيل کړي دي.  ویل شوي، چې دغه ۲۱ کلن برید کوونکی چې د عملیاتو په نتیجه کې محاصره شوی وو نه غوښتل چې تسلیم شي او په شاوخوا سیمو يي ډزو ته دوام ورکولو.

د سربستان د  کورنیو چارو وزیر براتسلاو ګاسیک دا پیښې "ترهګریز عمل" وباله.

د ویلو ده چې دوه ورځې مخکې د تیرې چارشنبې په ورځ هم په سربستان کې یو تن ۱۴ کلن ماشوم د خپل پلار د ټوپک سره په یو ښوونځي برید وکړ چې په نتیجه کې د ښوونځي د یو تن ساتونکي او ۸ تنو ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژلي وو.

په سربستان کې ددې خونړۍ پیښې له امله د درې ورځو لپاره ملي ماتم  اعلان شوی وو. ماتم د پيلیدو نه مخکې دا بله پیښه رامنځته شوه.

د برید انګیزه معلومه نده. امنیتي ځواکونو د برید په اړه تحقیقات پيل کړي دي.

اړوند خبرونه