د ایرلنډ او اسپانیا په ګډون ځیني اروپايي هیوادونه غواړي د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني
د ایرلنډ او اسپانیا په ګډون د اروپايي ټولنې ځینې غړي هیوادونه د مې په ۲۱مه د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندلو غور کوي.
د ایرلنډ او اسپانیا په ګډون د اروپايي ټولنې ځینې غړي هیوادونه د مې په ۲۱مه د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندلو غور کوي.
د ایرلنډ د ملي راډیو او ټلویزیون د خبر له مخې، د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندلو په اړه د ایرلنډ، اسپانیا، سلووینیا او مالتا ترمنځ تماسونه دوام لري.
د آیرلنډ د لومړي وزیر د مرستیال او د بهرنیو چارو او دفاع وزیر مایکل مارتین یوه ویاند هم تایید کړه چې دا خبرې دوام لري.
د ویلو ده چې د ایرلنډ او اسپانیا په ګډون د اروپايي ټولنې ځینې هیوادونه به د می په ۲۱ نیټه د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.
ایرلنډ، سلووینیا، مالتا او ناروې د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندلو د هغه اقدام ملاتړ وکړ چې د اسپانیا لخوا پیل او تعقیب شوی دی.
فلسطین دولت اوس مهال د اروپايي اتحادیې د ۸ غړو لخوا په رسمیت پیژندل شوی چې بلغاریا، پولنډ، چک ، رومانیا، سلواکیا، هنګري ، سویلي قبرس اداره او سویډن پکې شامل دي.