په مکسیکو کې د ټرافیکي پیښې په نتیجه کې ستره فاجعه رامنځته شوه
په مکسیکو کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۱۸ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
1981259
په مکسیکو کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۱۸ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د هیواد په سویل کې د نایریت په ایالت کې د ټیپیک - پورټو والارټا لویې لارې کې ، یو بس چې چلونکی یې کنټرول له لاسه ورکړ څو متره ژور وادۍ ته ولوید.
په پېښه کې د ۱۱ ښځو په ګډون ۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۳ تنه ټپیان شوي دي.
د نایریت لوی څارنوالۍ دفتر راپور ورکړی چې بس له جالیسکو څخه د ګوادالاجارا ښار کمپوستیلا ښارګوټي پر لورې روان وو.
د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
د مکسیکو عامې روغتیا د ملي انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، مکسیکو په ټوله نړۍ کې د وژونکو ترافیکي پیښو له امله اووم او د لاتینې امریکا هیوادونو په منځ کې دریم ځای لري.