د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پاخموت په ښار کې د جګړې د لومړۍ کرښې نه لیدنه وکړه.
زیلینسي باخموت ښار ته سفر کړی دی
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پاخموت په ښار کې د جګړې د لومړۍ کرښې نه لیدنه وکړه.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دونیڅک په سیمه کې د باخموت ښار څخه لیدنه وکړه. زیلینسکي د سیمې د وروستي وضعیت په اړه له قومندانانو معلومات واخیستل او سرتېرو ته یې دولتي مډال ورکړ. زیلینسکي د سرتیرو له خدماتوڅخه د مننې په ترڅ کې وویل، دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې نن د هیواد په ختیځ کې په دونباس کې یم، خپلو سرتیرو ته انعام ورکوم. د هیواد د ملي حاکمیت نه دفاع په خاطر ستاسې ټولو څخه مننه کوم."
زیلینسکي ډونباس ته د خپل سفر په چوکاټ کې، د هغو ټپي شوو سرتیرو سره هم لیدنه وکړه چې په روغتون کې یې درملنه کیږي. زیلینسکي ټپي شوو سرتیرو ته د دولتي مډال په ورکولو سره د هغوې نه امله مننه وکړه.
زیلینسکي وروسته له قوماندانانو سره وکتل او د دونیتڅک سیمې د امنیتي وضعیت په اړه یې معلومات واخیستل. زیلینسکي، چې له قوماندانانو سره یې په ځانګړې توګه د لیمان ښار د عملیاتو په اړه معلومات تبادله کړل، وویل، موږ له خپلو قومندانانو سره ویجاړو شویو سیمو ته د اوبو او برېښنا د پرله پسې رسولو په اړه خبرې وکړې.