امریکا : په هیڅډول به اجازه ورنکړو چې ایران اټومي وسله ترلاسه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرائس وویل چې امریکا به هیڅکله ایران ته اجازه ورنه کړي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.

1953637
امریکا : په هیڅډول به اجازه ورنکړو چې ایران اټومي وسله ترلاسه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرائس وویل چې امریکا به هیڅکله ایران ته اجازه ورنه کړي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي. د امریکا لخوا دا څرګندونې  وروسته له هغې کیږي چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې راپور ورکړ چې د ایران په فوردو اټومي تاسیساتو کې د ۸۳ عشاریه ۷  سلنه غني شوي یورانیمو ذرات کشف شوي.

پرایس په ورځني مطبوعاتي کنفرانس کې د اټومي انرژۍ د نړۍوال اژانس  د راپور په اړه پوښتنو ته په ځواب کې وویل، "ولسمشر (جو) بایډن په کلکه او ټینګ هوډ لري چې ایران به هیڅکله اټومي وسلو ته لاس رسی پیدا نکړي. موږ به هېڅکله پرې اجازه ورنکړو چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي.

پرایس د دې خبرې په ټینګار سره چې د ایران د اټمي پروګرام د ستونزې دایمي حل لاره د ډیپلوماسۍ لارې ده، زیاته کړه ״ موږ غواړو چې د ایران د اټمي پروګرام له امله رامنځته شوې ستونزې ته دایمي حل لاره ولټوو. موږ باور لرو چې دې هدف ته د رسیدو لپاره ترټولو اغیزمنه لاره د ډیپلوماسۍ له لارې ده. خو موږ روښانه یو چې موږ به له ټولو اړینو وسیلو کار واخلو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې ایران هیڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي. ״

پرایس ویلي، چې امریکا په اروپا او منځني ختیځ کې له خپلو متحدینو سره په نږدې تماس کې ده.

هغه د انادولو خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې "تر اوسه تاسو یو څو، شاید لسګونه بندیزونه لګولي، او داسې ښکاري چې تاسو د ایران مخه نه ده نیولې. دې ته په پام سره چې دوی د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکوي، تاسو څومره ډاډه یاست چې دا نوي بندیزونه، دا نوي وسایل به د ایران د اټومي پروګرام د دوام مخه ونیسي؟ وویل،  د "موږ په خپلو ژمنو خورا ډاډمن یو چې ایران به اټومي وسلو ته لاس رسی پیدا نکړي. دا هغه هدف دی چې موږ یې په اروپا، منځني ختیځ او هاخوا کې د نړۍ له هېوادونو سره شریکوو.״

د ویلو ده چې اټومي انرژۍ نړۍوال اژآنس د ایران د اتومي فعالیتونو په اړه په خپل راپور کې چې په هرو دریو میاشتو کې د مدیره هیئت له غړو هیوادونو سره شریکوي، هغه معلومات شامل کړي چې په دې هیواد کې د یورانیمو خورا بډایه ذرې کشف شوي.

راپور وايي چې د جنورۍ په ۲۱، پلټونکو ولیدل چې د ایران د ځمکې لاندې تاسیساتو فورډو کې دوه مرحله يي IR-6 سانتریفوژ د پخوا سره په توپیر سره په بل شکل عیار شوی او د سیمې نه د نمونې د اخیستو نه وروسته په نمونه کې ۸۳ عشاریه ۷ سلنه غني شوو یورانیمو ذرات موندل شوي دي.

د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس تر دې مخکې ویلي وو چې ایران ۶۰ سلنه یورانیم غني کړي دي.

ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې ایران د فبرورۍ پر ۲۰مه ۸۴ سلنه یورانیم غني کړي، خو د تهران ادارې دا خبره رد کړه.



اړوند خبرونه