انتونیو ګوتریش : د تورکیې زلزلې زمونږ د پیړۍ تر ټولو ستر ناورین دی
ګوترش پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د تورکیې پر وړاندې هماغه "ملاتړ او سخاوت" وښيي چې دې هیواد د څه باندې یوې لسیزې راهیسې د میلیونونه بې ځایه شویو کډوالو ته یې ښودلي دي. "اوس د ترکیې او سوریې د خلکو نه د ملاتړ وخت دی."
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش د فبرورۍ په شپږمه په د تورکیې په لسو ولایتونو کې رامنځته شوې د ریښتر په کچه ۷ عشاریه ۷ او ۷ عشاریه ۶ په لویدوالي سره زلزلې نه چې مرکز يي د قهرمان ماراش ولایت وو د وروستۍ پیړۍ تر ټولو د ستر طبعي ناورین په توګه یادونه وکړه.
ګوټریش د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې رسنیو ته څرګندونې وکړې.
هغه وویل چې "مونږ پدې ستر ناورین کې د رامنځته شوو ډیرو زیاتو ځاني تلفاتو ویرجن یو او له بده مرغه چې د ځاني تلفاتو ارقام مخ په لوړیدو دي.. په زرګونو ودانۍ ویجاړې شوې. په لسگونو زره خلک د ژمي پدې سړه هوا کې بې کوره شوي. ښوونځي او روغتونونه ویجاړ شول. ماشومان دایمي صدمې تجربه کوي.»
هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې مونږ د زلزلې له امله رامینځته شوي ویجاړتیا او بشري ناورین په بشپړ ډول نه دی لیدلی ، ځکه چې " دا زموږ د پیړۍ ترټولو لوی طبیعي ناورین دی" ګوتیریش وویل چې ملګرو ملتونو له خوا د سوریې د پولې په اوږدو کې د مرستو لړۍ د زلزلې وروسته د مرستو په چوکاټ کې لومړني مرستندویه کاروان پرون سهار وختي د بابول هوايي پولې له دروازې څخه سوریې ته ورسېده، خو هغه ټینګار وکړ چې لا زیاتو مرستو اړتیا ده.
ګوټریس وویل چې د سوریې په شمال لویدیز کې خلک د یو جدي بشري بحران سره مخامخ ول چې د زلزلې له ناورین وروسته دا انسانان د یو بل ستر بحران سره مخامخ شول.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې تورکیې له یوې لسیزې څخه زیات د درې عشاریه ۶ میلیون تنو سوري کډوالو کوربه توب سره "بې ساري سخاوت" ښودلی . پدې هیواد کې د رامنځته شوي دې ستر فلاکت او ناورین نه وروسته ملګري ملتونه د تورکیې د حکومت سره هر ډول مرستو ته چمتو دي.
ګوترش پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د تورکیې پر وړاندې هماغه "ملاتړ او سخاوت" وښيي چې دې هیواد د څه باندې یوې لسیزې راهیسې د میلیونونه بې ځایه شویو کډوالو ته یې ښودلي دي. "اوس د ترکیې او سوریې د خلکو نه د ملاتړ وخت دی."