په جرمني کې د یو ترهګریز سازمان پر خلاف د زرګونو تنو پولیسو په ګډون عملیات ترسره شول

په جرمني کې نن سهار په ټول هیواد کې په ترسره شوو عملیاتو کې ۲۵ تنه نیول شوي دي.

1915836
په جرمني کې د یو ترهګریز سازمان پر خلاف د زرګونو تنو پولیسو په ګډون عملیات ترسره شول

په جرمني کې نن سهار په ټول هیواد کې په ترسره شوو عملیاتو کې ۲۵ تنه نیول شوي دي. ویل کیږي پدې عملیاتو کې تر ۳۰۰۰ تنو ډیرو امنیتي ځواکونو ګډون کړی وو.

 

د جرمني فدرال څارنوالۍ پر تورنو کسانو تور پورې کړی چې د آلمان د فدرالي جمهوریت د اساسي قانون د لغوه کولو او د ۱۸۷۱ کال د آلمان د امپراتورۍ څخه وروسته د یوه داسې دولت د رامنځ ته کولو لپاره یې یو ترهګریز سازمان جوړ کړی دی.

ویل شوي چې دغو بندیانو د جرمني په فدرال مجلس  د برید پلان درلود.

په نيول شويو کسانو کې پخواني پوځيان هم شامل دي.



اړوند خبرونه