زیلینسکي : د روسیې لخوا اشغال شوې د اوکراین د خاورې د ازادۍ لپاره به مبارزې ته دوام ورکړو

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل ، د روسیې له خوا د اشغال شوې د اوکراین ټولې خاورې  د خلاصون لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي.

1842869
زیلینسکي : د روسیې لخوا اشغال شوې د اوکراین د خاورې د ازادۍ لپاره به مبارزې ته دوام ورکړو

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل ، د روسیې له خوا د اشغال شوې د اوکراین ټولې خاورې  د خلاصون لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي.

ولادیمیر زیلینسکي  د تیرو ۱۱۰ ورځو راهیسې د رروانې جګړې  د ارزونې سره یادونه کړې چې د اوکراین وسله والو ځواکونو په ډونباس سیمه کې بریالي عملیات ترسره کړي.

زیلینسکي وویل چې دوی په تیرو ۱۱۰  ورځو کې د هیواد سویلي سیمې کنټرول ترلاسه کړ او د خارکیف ډیری سیمې یې د "دښمن له اشغال " څخه آزادې کړې.

 هغه زیاته کړې چې "په ټولیزه توګه، له ۱۰۰۰ څخه زیات میشت ځایونه آزاد شول، د اوکراین په جنوب کې د اشغالګرو د یرغل مخه ونیول شوه."

زیلینسکي ویلي، چې اوکرایني پوځیانو په دونباس کې هم روسي ځواکونو ته ډېر زیانونه اړولي دي.

"د ډونباس جنګونه به یقینا په تاریخ کې د اروپا او اروپا لپاره یو له خورا وحشیانه جګړو په توګه ثبت شي ."

د اوکراین مشر د دې خبرې په ټینګار سره ویلي دي  چې  په خپل هیواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره پیاوړې او عصري وسلو ته اړتیا لري،. هغه ټینګار وکړ چې په جګړه کې ګڼو ملکي وګړو او ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

"د اوکراین لپاره د دې جګړې لګښت خورا دروند او وحشتناک دی."

زیلینسکي دې ته په اشارې سره چې له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین لومړۍ کرښه له ۲۵۰۰ کیلومترو څخه زیاته شوې ده. «دوی پرته له دې چې خپلو ټولو د اشغال نه  وژغوري، بله چاره نه لري او اشغالګر به له خپلو ځمکو وباسي».

زیلینسکي وویل د روسیې له خوا د اشغال  شویو او د خپلې خاورې سره د یو ځای کړی  شویو د اوکراین د ټولې خاورې  د خلاصون لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او په دغو سیمو کې مېشتو خلکو ته باید د اوکراین په نورو برخو کې د روانې جګړې په اړه کره معلومات ورکړل شي.

"هغوی ته ووایاست چې د اوکراین پوځ خامخا راځي، البته، موږ به خپله کریمیا هم آزاده کړو. د اوکراین بیرغ به یو ځل بیا په یالتا، سوداک، دژانکوي او یوپاتوریا کې پورته شي. هر روسی چارواکی چې په کریمیا کې قیمتي ځمکې غصب کوي باید دا خبره  په پام کې ونیسي. دا داسې ځمکه نه ده چې دوی پکې سوله ومومي."



اړوند خبرونه