په مالي کې پر پوځیانو خونړی برید شوی دی.
مالي کې پر پوځیانو خونړی برید شوی دی.
1805034
![په مالي کې پر پوځیانو خونړی برید شوی دی.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/c284/a4c8/499c/611b6fd6acc05.jpeg?time=1718650123)
په مالي کې پر پوځیانو خونړی برید شوی دی.
د مالي پوځ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د باندیاګارا ایالت د سن ګویبا په سیمه کې پر پوځیانو خونړی برید شوی دی.
برید پر ګزمې بوخت پوځیانو شوی دی. په برید کې لږ تر لږه ۸ تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
برید د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا شوی دی. برید کوونکو پوځیانو ته کمین نیولی وو چې پوځیان ټول ددې کمین په نتیجه کې وژل شوي دي.
د برید کوونکو د نیولو په خاطر پلټنې پیل شوي دي.