اوکراین ولسمشر زیلنسکي یو ځل بیا ناټو سازمان ته خبرداری ورکړ
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د روسیې لخوا پر دې هیواد د روانو بریدونو وروستي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
![اوکراین ولسمشر زیلنسکي یو ځل بیا ناټو سازمان ته خبرداری ورکړ](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/fe47/a3e4/3aed/622d920e6b154.jpg?time=1718615391)
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د روسیې لخوا پر دې هیواد د روانو بریدونو وروستي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
همداشان هغه یو ځل بیا په ناټو سازمان غږ وکړ چې د اوکراین هوايي حریم وتړلۍ . هغه خبرداری ورکړ " که چیرې دا کار ونکړۍ د روسیې توغندي د ناټو سازمان په خاوره کې لګیدل یوه عامه مسئله ده ."
هغه د روسیې د اوکراین ترمنځه د مذاکراتو په اړه وویل چې " د مرکچي ډلو دنده د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو مخامخ لیدنې ته زمینه برابرول دي."
زیلنسکي د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي ویدیويي پیغام کې پر اوکراین د روسیې د یرغل د وروستي وضعیت په اړه معلومات ورکړل. هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې
" نن د اوکراین د خپلواکۍ، ازادۍ او ژوندي پاتې کیدو د مبارزې ۱۸ ورځې وشوې. "
هغه روسیې لخوا د پولنډ سره په پوله کې د اوکراین د ( لویو ) په ښار کې د سوله ساتنې او امنیت په نړۍوال مرکز د پروني برید په اړه چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۳۵ تنو ژوند دلاسه ورکړی وو او ۱۳۴ تنه نور ټپیان شوي وو سخت غبرګون وښود او زیاته کړه ، پدې مرکز هیڅ داسې کوم شي چې روسیې ته ګواښ تشکیل کړي شتون نه درلود.
هغه وویل " په کوم پوځي مرکز چې روسیې پرون د سهار په ساعتونو کې د لویو په ښار کې برید وکړ هغه د ناټو سازمان د غړي هیواد د پولو په شل کیلومترۍ کې پروت دی. "
هغه وویل چې یو کال مخکې د روسیې د احتمالي بریدونو په اړه د ناټو سازمان مشرانو ته خبرداری ورکړی وو.
زیلنسکي ددې خبرې په ټینګار وویل لنډه موده وروسته به د ناټو سازمان غړي هیوادونه هم د روسیې د تهدیدونو سره مخامخ شي. هغه د ناټو په سازمان غږ وکړ " یو ځل بیا پر تاسو غږ کوم ، د اوکراین هوايي حریم نه تړلو په صورت کې د روسیې توغندي د ناټو سازمان د غړیو هیوادونو په خاوره کې لګیدل د احتمال نه لرې خبره نده او بلکې یوه عامه مسئله ده . دا یواځې د وخت خبره ده."
زیلنسکي وویل چې پرون تیره ورځ د روسي ځواکونو په برید کې پلازمینې کیف ته نږدې یو تن امریکايي ژورنالست ووژل شو او بل يي ټپي شو. همداشان روسیې ځواکونو تیره ورځ د مسیحیانو په یو دیني مرکز صومعه باندې چې د جګړې نه تښتیدلو کډوالو ورته پناه وړې وه بمباري ورکړه. دا د روسیې اصلي څیره ده.
هغه د اوکراین او روسیې د مذاکراتو په اړه ویلي دي چې اوکرایني مرکچي ډلې ته د ولسمشرانو لیدنې ته د زمینې برابرولو په مسئلې د تمرکز کولو هدایت کړی دی. هغه وویل چې د مرکچي ډلو دنده د دواړو هیوادونو ولسمشرانو مخامخ لیدنې ته زمینه برابرول دي.
د ویلو ده چې د روسیې او اوکراین مذاکره کوونکې ډلې نن د څلورم ځل لپاره د مذاکراتو د میز تر شا کیني.