روسیې دا ځل د خارکیف د تلویزیون په عمومي انتن برید وکړ
روسیې د اوکراین د پلازمینې کیف د تلویزیون د عمومي انتن نه وروسته دا ځل د خارکیف ښار د تلویزیون عمومي انتن باندې برید وکړ.
1790701
روسیې د اوکراین د پلازمینې کیف د تلویزیون د عمومي انتن نه وروسته دا ځل د خارکیف ښار د تلویزیون عمومي انتن باندې برید وکړ.
د روسیې لخوا پر اوکراین د روان یرغل په ترڅ کې روس ځواکونو تیره شپه د خارکیف په ښار کې د تلویزیون په عمومي انتن برید وکړ.
د خارکیف ځايي مقاماتو ویلي دي چې پدې ښار کې تلویزیوني نشرات پرې شوي دي او د تلویزیون عمومي انتن ته ډیر زیان اوښتی دی.
ویل کیږي روس ځواکونو تیره شپه د اوکراین په ځايي وخت د ماسخوتن د ۷ بجو په شاوخوا کې د تلویزیون د انتن سربیره په سیمه کې د پولیسو په یو مرکز او د کورنیو چارو وزارت سیمه ایزې ودانۍ باندې هم هوايي بریدونه کړي دي.
ویل کیږي پدې بریدونو کې ګنشمیر کسان ټپیان شوي دي.