په هایټي کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۱۲۹۷ تنو ته لوړه شوه
په هایټي کې د زلزلې له امله د مړګ ژوبلې شمیره ۷۰۰۰ تنو ته قابو شوه
په هایټي هیواد کې د ریشتر په کچه د ۷ عشاریه ۲ په لویوالي سره د رامنځته شوې زلزلې له امله د مړو شمیره ۱۲۹۷ تنو ته لوړه شوه.
د ویلو ده چې هایټي دوه ورځې مخکې ډیرې یوې ډیرې زورورې زلزلې ولړزو.
د دې هیواد د ملکي خوندیتوب ادارې ویلي دي چې د زلزلې له امله تر اوسه پورې ۱۲۹۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او څه باندې ۵۷۰۰ تنه ټپیان شوي دي.
همداشان ددې زلزلې نه وروسته په هایټي کې د یوې میاشتې لپاره بیړنی حال اعلان شو.
زلزله د هایټي پلازمینې پورتو پرنس لویدیځ لورې ته په ۱۲۰ کیلومترۍ کې د مځکې لاندې د لس کیلومتره په ژوروالي سره رامنځته شوې ده .
ویل کیږي زلزله په ګاونډیو هیوادونو کې هم احساس شوې ده .
د زلزلې له امله یو زیات شمیر ودانۍ نړیدلي دي.
د هایټي لومړي وزیر ویلي دي چې زلزلې د هیواد په سویلي سیمو کې ډیر زیات زیانونه رامنځته کړي دي.
هغه ویلي دي چې پدې زلزله کې خاني زیانونو کچه هم لوړه ده. د چپه شوو ودانیو لاندې شوو کسانو د ژغورنې په خاطر مو خپل ټول امکانات سفربر کړي دي.
ویل کیږي د زلزلې نه وروسته په بعضو سیمو کې د سونامي خبرداری ورکړ شو. د سمندر په څنډه کې پرتې یو زیات شمیر سیمې د اوبو لاندې شوي دي.
د امریکا د جیولوژیکو تحقیقاتو مرکز ویلي دي چې ددې زلزلې قوت ډیر زیات لوړ وو. د ځاني زیانونو له پلوه تر ټولو خطرناکه زلزله وه.