امریکا د روغتیا د نړۍوال سازمان نه جلا شو

د ټرمپ حکومت د روغتیا د نړۍوال سازمان نه جلا شو

1451210
امریکا د روغتیا د نړۍوال سازمان نه جلا شو

په امریکا متحده ایالتونو کې د ډونلد ټرمپ ادارې د روغتیا د نړۍوال سازمان نه په رسمي‌ توګه د جلا کیدو په اړه کانګرس ته معلومات ورکړل.

د امریکا د نیوجرسي ایالت سناتور او د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس باب مینندیز د خپل ټویټر پاڼې له لارې په کړو څرګندونو کې  دې خبرې ته په اشارې سره چې په نړۍ کې نوی ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ ساري‌ ناروغۍ هم دوام لري.

هغه ویلي  دي " د پانډیمي په منځ کې  ولسمشر ټرمپ امریکا د روغتیا نړۍوال سازمان نه په رسمي‌ توګه د جلا کیدو په اړه کانګرس ته خبر ورکړی دی."

سناتور مینندیز وویل چې د ولسمشر ټرمپ‌ دا اقدام به د امریکا حکومت  ناروغ او یواځې کړي.

د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو د سپینې ماڼۍ یو تن چارواکي‌ د نوم د نه ښودو په شرط سره خبري رسنیو ته ویلي دي چې د روغتیا د نړۍوال سازمان نه په رسمي‌ توګه د امریکا د جلا کیدو اړوند چارې به د راتلوونکي دوشنبې په ورځ پیل شي. پدې اړه د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته خبر ورکړ شوی دی.

د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ د اپریل د میاشتې په ۱۴ مه نیټه د روغتیا نړۍوال سازمان د کرونا ویروس په مخنیوي کې په ناکامیدو د چین په پلوي کولو تورن کړ.

ټرمپ د روغتیا نړۍوال سازمان سره د مالي مرستو د ځنډولو پریکړه وکړه.



اړوند خبرونه