د انګلستان لومړی وزیر بوریس جانسن په کرونا ویروس اخته شوی دی.
د انګلستان لومړی وزیر په کرونا ویروس اخته شو
1386267
دا خبره د انګلستان لومړي وزیر جانسن پخپله د ټویټر له لارې په خپور کړي ویدیويي پیغام کړې ده.
هغه په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې په وجود کې د خفیفو علایمو نه وروسته معاینه وکړه چې نتیجه يي مثبته وه.
هغه ویلي دي په قرنطین کې نیول شوی دی او خپلې چارو ته به د قرنطین نه دوام وکړي.
د ویلو ده چې ددینه مخکې د انګلستان د شاهي کورنۍ په ولیعهد شهزاده کې هم د کرونا ویروس تشخیص شوی وو.
هغه هم په قرنطین کې نیول شوی دی. ولعیهد شهزاده د لومړي ځل لپاره د خپل قرنطین عکس خبري رسینو سره شریک کړ.