ټرمپ : په افغانستان کې د سولې لپاره یو ښه فرصت برابر شوی دی

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د طالبانو سره د سولې د توافق په اړه یو ډیر ښه فرصت شتون لري.

1362296
ټرمپ : په افغانستان کې د سولې لپاره یو ښه فرصت برابر شوی دی

 

ټرمپ  دا څرګندونې  د سې شنبې په ورځ د فبروري په ۱۸ مه نيټه وکړې. هغه وویل چې  امریکا  د مذاکراتو لاره  انتخاب کړې  چې د همدې امله  د یوه څه موده کیږي چې د طالبانو سره د مذاکراتو په حال کې دي. ټرمپ وویل چې نه غواړي په میلیونونو تنه انسانان ووژني.

ټرمپ دا څرګندونې خبري غونډې ته وکړې. هغه وویل چې  د طالبانو سره د توافق سره د افغانستان د روانې جګړې د پایته رسولو په خاطر یو فرصت شتون لري.

هغه زیاته کړه چې د یو څه مودې راهیسې د طالبانو سره  د مذاکراتو په حال کې دي ، وبه ګورو چې څه راپیښیږي خو  د سولې لپاره  یو ښه فرصت شتون لري.

ټرمپ زیاته کړه چې د پوځي لارې څخه هم  کولی شي چې د افغانستان ستونزه حل کړي خو نه غواړي چې په میلیونونو تنه انسانان ووژني.

هغه وویل چې  ۱۹ کاله کیږي چې  امریکا په افغانستان کې په جګړه کې قرار لري. په ډیرې اسانۍ  او چټکۍ سره  کولو  شو چې  جګړه  وګټو . که چیرې وغواړو چې په میلیونونه انسانان ووژنو. خو مونږ  دا نه غواړو. نه غواړو چې په میلیونونو تنه انسانان ووژنو.

د ویلو ده چې  په قطر کې د طالبانو او امریکا  ترمنځه د سولې مذاکرات نهايي شوي دي. تمه کیږي چې په راتلوونکو څو ورځو کې  د امریکا او طالبانو ترمنځه  د سولې توافق نامه  لاسلیک شي.

د افغانستان اجراییه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم  تیره ورځ اعلان وکړ چې د امریکا او طالبانو ترمنځه د سولې مذاکرات نهايي شوي دي او تمه کیږي چې په راتلونکو څو ورځو کې  د دواړو خواوو ترمنځه توافق نامه لاسلیک شي.



اړوند خبرونه