په لندن کې په دوو جلا جلا بریدونو کې ۲ تنو ژوند دلاسه ورکړی

د انګلستان په پلازمینه  لندن کې په دوو  جلا جلا چړو بریدونو کې  لږ تر لږه  دوه تنه مړه او دوه  تنه ټپیان شوي دي.

1326628
په لندن کې په دوو جلا جلا بریدونو کې ۲ تنو ژوند دلاسه ورکړی

 

د لندن  پولیسو  ویلي دي چې لومړی  برید  تیره شپه په ۷ بجو او ۱۵ دقیقو رامنځته شوی دی چې په پایله کې یو تن ۲۰ کلن ځوان د پيښې په ځای کې ژوند د لاسه ورکړی  او بل  چې ګمان کیږي د شلو کلونو وي  روغتون ته انتقال شو.

ویل کیږي  دا برید د والټامستو سیمې  د بروملي په سړک کې رامنځته شوې ده .

پولیسو  ویلي دي چې  د برید په اړه يي تحقیقات پيل کړي دي.

همداشان  دویم  برید بیا د شپې په ۸ بجو او ۳۷ دقیقو رامنځته شوی دی .

د پولیسو په وینا دویم  برید  د لندن په شمال کې  د بارنټ بای پاس په سیمه کې شوی دی.

پولیسو  په سیمه کې د یو تن ټپي په اړه راپور ترلاسه کړ. پولیسو  په سیمه کې د پلټنو په ترڅ کې په څو مترۍ کې  په یو موټر کې  یو تن  بل ټپي هم  وموند.

د دواړو روغتیايي حالت  باریکه  وو او سمدلاسه روغتون ته انتقال شول.

د نوموړو دوو تنو ټپیانو نه  هم  یو تن په روغتون کې ساه ورکړه.

پولیسو  د دواړو  بریدونو  د فاعلینو په اړه  څه ندي ویلي  یواځې د تحقیقاتو د پیلولو نه خبر ورکړی دی.



اړوند خبرونه