په مکسیکو کې د شپې په کلوپ وسله وال برید وشو.
په مکسیکو کې د شپې په کلوپ خونړی برید شوی
1286299
د مکسیکو نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې برید د نوموړي هیواد د ګواناخواتو په ایالت کې د شپې په یو کلوپ شوی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې برید کې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي دي.
د مکسیکو د الیونیورسل ورځپاڼې بیا ویلي دي چې تیره شپه د شپې د نیمايي نه وروسته یو تن برید کوونکي د ګواناخواتو ایالت د سالامانکا په ښار کې د شپې یو کلوپ ته د ننوتو نه سمدلاسه وروسته په ډزو پيل وکړ.
د برید لامل معلوم ندی. د برید هدف هم معلوم ندی. یادې ورځپاڼې لیکلي دي چې د روان کال په لومړنیو اتو میاشتو کې په یاد شوي ایالت کې ۲۲۷۵ جنایتونه شوي دي.
په مکسیکو کې د روان میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ۱۷ زره ۶۰۸ تنه په وسله والو بریدونو کې وژل شوي دي.