امریکا د سوریې د شمال د بعضو سیمو نه خپل ځواکونه وویستل

پنټاګون په سوریه کې د ترکیې د احتمالي پوځي عملیاتو په خاطر د سوریې د شمال نه خپل ځواکونه نورو برخو ته انتقال کړل

1284298
امریکا د سوریې د شمال د بعضو سیمو نه خپل ځواکونه وویستل

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت پنټاګون اعلان وکړ چې په سوریه کې د خپلو ځواکونو  د امنیت  په خاطر  د سوریې په  شمال کې د بعضو سیمو نه   د ترکیې د احتمالي  پوځي عملیاتو  پر وړاندې د خنډ د نه جوړولو له امله خپل ځواکونه  په کامله توګه وویستل.

دا څرګندونې  د پنټاګون  ویاند  جاناتان هافمن  وکړې. ویاند د هغه ادعاګانو په اړه چې ګواکې  ولسمشر ټرمپ  د سوریې د شمال نه د امریکايي سرتیرو د ویستو په پریکړه کې د پنټاګون سره  هیڅډول سلا مشوره  نده  کړې  سخت غبرګون وښود او وویل « د ټولو  دا ډول غلطو او ناسمو خبرونو د خپریدو سره سره ولسمشر ټرمپ د ترکیې لخوا  د سوریې په شمال کې  د احتمالي پوځي عملیاتو ، سیمې د حالاتو، امریکايي ځواکونو د امنیت  په ګډون  د یو زیات شمیر مسئلو په اړه د دفاع وزیر مارک ایسپر او لوی درستیز ستر جنرال مارک میلي سره  په هر اړخیزه توګه سلا مشوره کړې ده . »

هغه وویل چې  پنټاګون په سیمه کې د استقرار د ټینګښت په خاطر  په سوریه کې د امن د سیمې جوړول  یوه ډیره  ښه لار بولي  او ددې مسئلې نه  ملاتړ کوي. خو له بده مرغه چې ترکیې په یواځې ځان  ګام اوچتول  انتخاب کړل. په نتیجه کې  پنټاګون  د سوریې په شمال کې د خپلو ځواکونو د امنیت په خاطر  د بعضو سیمو نه د خپلو ځواکونو د ویستو پریکړه وکړه . هغه وویل چې  په سوریه کې د امریکايي ځواکونو  د موجودیت  په مسئله کې کوم بدلون ندی راغلی .



اړوند خبرونه