د امریکايي میلیاردر چورلکې سقوط وکړ
امریکايي چورلکې په کارائیب جزیره کې سقوط وکړ
د لاتینې امریکا د کارائیب جزیرې د باهاماس په سواحلو کې یوې امریکايي چورلکې سقوط کړی.
د باهاماس پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي پدې پیښه کې ۷ تنو امریکايي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
پولیسو ویلي دي چې چورلکه د امریکا متحده ایالتونو د فلوریدا ایالت ته روانه وه چې د الوتنې نه لنډه موده وروسته د رادار سره يي اړیکه پرې شوه.
د پولیسو په وینا چورلکې د ګراند کای د ټاپو نه الوتنه کړې وه چې د الوتنې نه لنډه موده وروسته د رادار سره يي اړیکه پرې شوه.
د سیمې خلک په مرسته چورلکې د غورځیدو ځای تثبیت شوی دی. ویل کیږي چورلکه د ټاپو په درې کیلومترۍ کې لویدلې ده .
پدې پيښه کې ۷ تنو امریکايي وګړو چې ۴ تنه ښځې او ۳ تنه نارینه دي ژوند د لاسه ورکړی دی.
د چورلکې د سقوط لامل تر اوسه پورې معلوم ندی. د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي.
د بله پلوه د امریاک د لویدیځې ویرجینیا د ایالت یوې ورځپاڼې بیا ویلي دي چې پدې پیښه کې د وژل شوو کسانو نه یو تن د امریکا معدن د سکتور نامتو میلیادر چې د سکرو د پاچا په نامه هم مشهور وو شریس کلین وو. هغه په سیمه کې د خیر ښیګڼې د کارونو سره هم ځانګړی شهرت درلود.