په فرانسه کې د جومات په مخکې په مقتدیانو وسله وال برید وشو.
په فرانسه کې په جومات وسله وال برید شوی
د فرانسې د فریست په ښار کې د یو جومات په مخکې په مقتدیانو وسله وال برید وشو چې په پایله کې د جومات امام او یو تن بل ټپیان شول.
د فرانسې د رسنیو د خبر له مخې پیښه د بریست ښار د پونتانیزن په سیمه کې چیرته چې ډیری مسلمان اوسیږي رامنځته شوې ده .
په خبر کې راغلي دي چې برید کوونکي د جومات په مخکې پر خلکو د ډزو نه وروسته په موټر کې د پیښې د ځای نه وتښتید.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی د تیښتنې نه وروسته په یوې بله سیمه کې د خپل موټر ترڅنګ مړ موندل شوی دی.
د پیښې ټپیان په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.
پولیسو د پیښې په اړه د تحقیقاتو د پیلولو نه خبر ورکړی دی.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کرستوف کاستانر د پیښې په اړه د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د والیانو نه يي د عبادتخانو د امنیت په خاطر د لا قوي تدابیرو د نیولو غوښتنه کړې ده .