امریکا  د ایران لخوا ددوې د پوځي ډرون الوتکې د ویشتو پخلی وکړ.

امریکا : ایران په نړۍوال حریم کې زمونږ ډرون ویشتې ده .

1221785
امریکا  د ایران لخوا ددوې د پوځي ډرون الوتکې د ویشتو پخلی وکړ.

 

یوامریکايي مقام ویلي دي چې  ایران د هرمز  د تنګي ترڅیرمه  په نړۍوال هوايي حریم کې ددوې یو پوځي ډرون الوتکه په توغندي ویشتې ده.

دې مقام ویلي دي چې  ایران  ددوې   د سمندري ځواکونو اړوند  ام کیو ۴ سي تریتون ډوله  بې پیلوټه الوتکه ویشتې ده .

هغه  ددې پيښې په اړه  د جزیاتو ورکولو نه ډډه وکړه.

د ویلو ده چې  د ایران  د سپاه پاسداران ځواکونو نن  د سهار په ساعتونو کې  د امریکا د ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.

ایران ویلي وو چې امریکايي جاسوس الوتکه ددوې هوايي حریم ته راداخله شوې وه چې  وروسته ددوې لخوا وویشتل شوه.

پداسې حال کې چې امریکا  لومړی  دا خبره  رد کړې وه خو وروسته يي ومنله. په منځني ختیځ کې  د امریکا د مرکزي قوتونو د قومندانۍ  ویاند ویلي د ایران لخوا د امریکايي ډرون الوتکې د ویشتو ادعا رد کړې وه او ویلي وو چې ددوې هیڅ ډرون الوتکې په سیمه کې شتون نه درلود.



اړوند خبرونه