روسیه : د اس ۴۰۰ توغندي به د ټاکل شوې نیټې سره سم ترکیې ته وسپارل شوي
روسیه : ترکیې ته د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سپارلو په مخکې هیڅډول خنډ شتون نلري
1210353
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي دي چې ترکیې ته د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم د پلان په مطابق په ټاکل شوي وخت سپارل کیږي او تسلیولو په مسئله هیڅډول ستونزه شتون نلري.
هغه دا څرګندونې د قزاقستان په پلازمینه نورسلطان کې وکړې .
هغه وویل چې د ترکیې په غوښتنه روسیې د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم د سپارلو نیټه د ټاکل شوې نیټې نه مخکې کړې ده .
د توغندیو تسلیمولو بهیر به د ټاکل شوي پلان پر مطابق پر مخ روان دی. هیڅډول خنډ شتون نلري.
د ویلو ده چې تیره ورځ د روسیې د دفاع وزیر ویلي وو چې د نوموړو توغندیو اړوند ځینې سامان آلات به د جون په میاشت کې ترکیې ته تسلیم کړي.