په ډنمارک کې پارلمان ته د ماشومانو سره په تګ بندیز ولګول شو.
دا پریکړه د ډنمارک د پارلمان ریاست د رایو په اکثریت سره کړې ده .
1176771
د ډنمارک د پارلمان رئیسې پیا کیرسګارد وویل چې د ریاست د پریکړې له مخې ددینه وروسته پارلمان ته ماشومانو سره د وکیلانو په راتګ بندیز ولګول شو.
هغې وویل چې په نوموړې مسئلې د پارلمان اداري هیت رای اچونه وکړه چې د رایو په اکثریت سره ومنل شوه.
د ویلو ده چې ددینه مخکې د ډنمارک پارلمان ته د ماشومانو سره د وکیلانو د تګ راتګ په اړه کوم شرط شتون نه درلود.
تیره میاشت د ډنمارک په پارلمان کې د محافظه کار ګوند غړې میتي ابیسګارډ د خپل ماشوم سره د پارلمان په غونډه کې ګډون کړی وو.
د پارلمان رئیسې هغې ته په راتلوونکې کې د پارلمان غونډې ته د ماشوم د نه راوستو په اړه خبرداری ورکړی وو.