پنټاګون : پر سوریې عسکري عملیات سرته ورسیدل
پر سوریې د امریکا پوځي عملیات سرته ورسیدل
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت ویلي دي چې پر سوریې پوځي عملیاتو لومړنی پړاو سرته ورسید.
د امریکا ستر درستیز جوزیف ډانفورد وویل چې پر سوریې پوځي عملیات سرته ورسیدل. هغه وویل چې امریکا ، انګلستان او فرانسې لخوا پر سوریې د پوځي عملیاتو لومړنی پړاو سرته ورسیدل. هغه وویل چې دا عملیاتو د تیرو عملیاتو په پرتله ډیر قوي او پراخه ول.
هغه وویل چې ددې عملیتاتو په ترڅ کې په دمشق کې د کیمیايي وسلو په عملي او تحقیقاتي مرکز ، په حمص کې د کیمیايي وسلو په ډیپوګانو او مرکزونو بریدونه شوي دي.
د امریکا د دفاع وزیر جمیز ماتیس خبري غونډې ته وویل چې پر سورېې د پوځي عملیاتو لومړی پړاو سرته ورسید او دم ګړۍ بل کوم برید پلان نلرو. هغه وویل چې د متفقینو سره به خبرو اترو ته دوام ورکړو. هغه زیاته کړه چې ددې بریدونو یواځنی هدف د اسد رژیم دی. په بریدونو کې بهرنیو ځواکونو ته د زیان نه رسولو په خاطر تر وروستۍ درجې دقت کیږي.
د بله پلوه د رویټرز خبري اژانس د روسیې پلوي چارواکیو له قوله ویلي دي چې د امریکا، انګلستان او فرانسې لخوا پر سوریې ۳۰ توغندي توغول شوي دي چې ۱۰ يي د دافع هوا سیستم لخوا په هوا کې شنډ کړی شوي دي.