د ملګروملتوو په سوله ساتو ځواکونو خونړی برید وشو.
د سوله ساتو ځواکونو په کمپ خونړی برید وشو
789862
د ملګروملتوو په سوله ساتو ځواکونو خونړی برید وشو.
په مالي کې د ملګروملتونو په سوله ساتو ځواکونو د خونړي برید له امله ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۷ تنه نور ټپیان شول.
د ملګروملتونو سازمان ویاند فرهان حق خبري غونډې ته وویل چې د مالي د موپتي سیمې د دوینتزا په ښار کې د نامعلومو وسله والو لخوا د سوله ساتو ځواکونو په کمپ خونړی برید شوی دی.
هغه دا برید په کلکو ټکو وغنده او د برید د قربانیانو کورنیو ته يي د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
هغه وویل چې پدې برید کې د وژل شوو سرتیرو کورنیو سره غم شریکي کوو او د تسلیت مراتب ورته وړاندې کوو. ټپیانو ته د هر څه عاجلې شفاء غوښتنه کوو.