د امريكا په مېنځ كې نوى خپلواك هېواد!
د امريكا د متحدو ايالتونو د نېوادا په ايالت كې يو تن چې كېون باګ نوميږي، داسې يو هېواد جوړ كړى دى چې ۳۳ تنه نفوس لري او پخپله يې ولسمشر دى!
كېوين باګ چې پخوانى نظامي افسر دى د امريكا په زړه كې د خپل نوي هېواد په اړه وايي چې د ۱۹۷۷م كال راهيسې يې د داسې هېواد د جوړولو هڅې پيل كړي دي چې خپل سرحد، خپل قوانين، عنعنات حتى ځانګړى پولي واحد ولري. د باګ نوى هېواد چې مولوسيا نوميږي نفوس يې د سپو د شمېرې سره يو ځاى ۳۳ تنو ته رسيږي.
باګ وايي چې د ۱۹۹۹م كال راهيسې د هېواد ولسمشر دى او كور يې حكومتي ودانۍ ده. حتى نوموړى په خپله ۰.۴ هېكټاره خاوره كې ځانګړى بانك هم لري. پدې بانك كې د مولوسيا پولي واحد چليږي.
باګ د خپلې كوچنۍ خاورې نه بهر د امريكا نورو سيمې د بهرني هېواد په توګه پېژني او د بهرنيو مداخلو د مخنيوي په موخه يې د اساسي قانون له مخې ټول واك په خپل لاس كې ساتلى دى.
باګ د هېواد موسس، لومړى وزير او ولسمشر دى. د هېواد نوم يې د مورو له كليمې نه اخيستل شوى چې د كوچنۍ ډبري غونډۍ په معنى دى.
د مولوسيا هېواد د سيلانيانو پاملرنه جلب كړې ده. هره ورځ لسګونه كسان دې سيمې ته ځي او په سرحد كې يې پر پاسپورټونو باندې دخولي لګول كيږي.