د امریکا د اېف بي ای کارکوونکې په پټه د نامتو داعشي سره واده کړې وو
د امریکا د مشرانو جرګې د سناتور لخوا د اېف بي ای نه د داعشي قومندان سره ددوې د کارکوونکې د واده په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې
د امریکا متحده ایالتونو د مشرانو جرګې د قضايي چارو د کمیټې ریس د اېف بي ای د ادارې نه د نامتو داعشي قومندان سره د نوموړې ادارې د یوې کارکوونکې د پټ واده په اړه د لا زیاتو توضحاتو غوښتنه کړې ده .
سناتور چارلس ګراسلي د اېف بي ای ادارې او عدلیې وزارت ته په استولي لیک کې د نامتو داعشي قومندان سره د اېف بي ای د کارکوونکې په پټه د واده او سوریې ته د سفر کولو په اړه د لا زیاتو معلوماتو غوښتنه کړې ده .
سناتور په لیک کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي چې څه ډول کیدای شي چې د اېف بي ای کارکوونکې په پټه سوریې ته سفر وکړي او هلته د نامتو داعشي قومندان سره واده وکړي.
هغه پدې اړه د اېف بي ای ادارې او لوی څارنوالۍ نه د خپلو پوښتنو د ځواب غوښتنه کړې ده .
د یادولو وړ ده چې د امریکا د فدرال څیړنیزې ادارې اېف بي ای محرمې ژباړونکې دانیالا ګرین په ۲۰۱۴ کال کې پرته ددې چې د اېف بي ای ادارې ته خبر ورکړي په پټه سوریې ته سفر کړی او هلته يي د نامتو داعشي قومندان سره واده کړې وو.
د اېف بي ای کارکوونکې ګرین په سوریه کې د جرمني د هیواد د رپ نامتو سندر غاړي چې د داعش ترهګرې ډلې سره یو ځای شوی دی واده کړی وو. نوموړی داعشي د امریکا په تور لست کې شامل دی.
د ویلو ده چې د اېف بي ای کارکوونکې د نامتو داعشي سره د واده نه یو څه موده وروسته بیرته امریکا ته راستنه شوه.
هغه د اېف بي ای لخوا ونیول شوه او قضايي ارګانونو ته وسپارل شوه. محکمې نوموړې په دوه کاله بند محکومه کړه چې د تیر کال په اوړي کې له بنده خلاصه شوه.
سناتور د اېف بي ای نه دانیالا ګرین څه وخت نامتو داعشي سره اړیکه ټینګه کړه او څنګه په هغه مینه شوه؟ سناتور د اېف بي ای نه ددې پوښتنې ځواب غوښتی چې څه ډول وشو چې ددوې یوې کارکوونکې ددوې په پټه د نامتو داعشي سره اړیکه ټینګه کړه او خبره يي تر واده ورسیده؟
امریکايي سناتور د اېف بي ای او لوی څارنوالۍ نه د مې تر ۲۴ مې نیټې د نوموړې پیښې په اړه د هړاړخیزو معلوماتو غوښتنه کړې ده .