د سپینې  ماڼۍ  یواځنۍ  حجاب داره  کارکوونکې  له خپلې دندې استعفا  ورکړه.

د سپینې ماڼۍ مسلمانې کارکوونکې له دندې استعفا ورکړه

678997
د سپینې  ماڼۍ  یواځنۍ  حجاب داره  کارکوونکې  له خپلې دندې استعفا  ورکړه.

د سپینې  ماڼۍ  یواځنۍ  حجاب داره  کارکوونکې  له خپلې دندې استعفا  ورکړه.

بنګلادیش الاصله  رومانا  احمد  چې په ۲۰۱۱ کال کې  په سپینه ماڼۍ کې په دنده  پيل کړی وو  د ټرامپ  د دندې  د پیلولو  نه وروسته يي  له خپلې دندې استعفا ورکړه.

نوموړې  د امریکا  د اتلانتیک  مجلې  په لیکلي  مقاله کې  د سپینې ماڼۍ نه  د استعفا  د لامل په اړه  معلومات ورکړي دي.

هغې په مقاله کې لیکلي دي چې  ولسمشر ټرامپ  په دندې د پیلولو نه یواځې یوه اوونۍ  وروسته  د ۷ اسلامي هیوادونو په وګړو امریکا ته په راننوتو بندیز ولګول. د ولسمشر ټرامپ  دې پریکړې  ما  او زما  په څیر  نورو کارکوونکو ته  ټکان  راکړ. ما  پریکړه وکړه چې  د یو داسې  ادارې لپاره  چې  ما  او زما  په څیر  نورو ته  د تهدید  په سترګه ګوري  کار کول  غلطه  خبره ده.  همدې امله مې  د جنوري په ۲۸ مه نیټه  د خپلې دندې نه  استعفا ورکړه.

هغې ویلي دي  چې  په ۱۹۷۸ کال کې  کورنۍ  د بنګلادیش نه  امریکا ته راکډه شوې ده . د ۱۲ کلنۍ نه راپدیخوا  حجاب په سروي. امریکا  د کډوالو نه  جوړ  یو هیواد  دی  او ولسمشر ټرامپ  اداره  بیا پدې حقیقت  سترګې پټوي. ددې حقیقت پر خلاف ګامونه اوچتوي.

هغې ویلي دي چې په ۲۰۱۱ کال کې  په سپینه ماڼۍ کې په دنده  پیل وکړ. تر ۲۰۱۴ کاله يي په بیلابیلو برخو کې  کار وکړ  او په ۲۰۱۴ کال کې بیا  د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت په شورا کې  په دنده وګمارل شوه.  هغې ویلي دي چې دلته يي  د دندې د پيلولو سره  د یوې امریکايي مسلمانې په توګه  د اسلامي ټولنو سره د اړیکو په برخه کې ډیر مهم ګامونه  اوچت کړل.

رومانا  احمد  په مقاله لیکلي دي چې  د ولسمشر اوباما  د ولسمشرۍ په دوره کې په سپینه ماڼۍ کې  ډیرې  صمیمي  کاري فضا شتون درلود خو د ولسمشر ټرامپ د راتګ سره  هر څه تغیر وموند. د سپینې ماڼۍ  فضا  د کنګل  په څیر  سړه شوه.

هغې  ویلي دي چې  د ټرامپ  د راتګ نه وروسته  په سپینه ماڼۍ  او په امریکا کې  د سپټمبر د یوولسمې د پیښې نه وروسته  د ورځې په څیر  فضا  حاکمه شوه.

هغې زیاته کړې چې  ولسمشر ټرامپ  لکه څرنګه چې  د ولسمشرۍ د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال  اسلام دښمنه  دریځ  غوره کړی وو اوس هم  په هغه شان  دې دریځ ته دوام ورکوي. د ویلو ده چې سپنې ماڼۍ  د هغې د استعفا په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه