د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ د امریکايي مطبوعاتو په اړه رسمآ جګړه پیل کړه.
سپینې ماڼۍ په ننۍ خبري غونډه کې د ځینو امریکايي خبري رسنیو ته د ګډون اجازه ورنکړه.
679792
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ د امریکايي مطبوعاتو په اړه رسمآ جګړه پیل کړه.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ ځیني امریکايي خبري رسنۍ په درواغو ویلو او خلکو ته په غلطو معلوماتو ورکولو تورنې کړې وې.
سپینې ماڼۍ بیا په ننۍ خبري غونډه کې د امریکا ځینو مشهورو خبري رسنیو ته د ګډون اجازه ورنکړه.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې سپینې ماڼۍ په ننۍ خبري غونډه کې سي ان ان ، نیویارک ټایمز او لاس انجلس ټایمز استازو د ګډون مخه نیولې ده.
همداشان د ټایمز مګزین او اسوشیتید پرس خبري رسنیو استازو د سپینې ماڼۍ ددې اقدام په غبرګون کې په خبري غونډه کې د ګډون نه ډډه وکړه. سپینې ماڼۍ ویلي دي چې ګډون کوونکو خبري رسنیو ته يي وار د مخه تقسیم اوقات جوړ کړی وو.
دا لومړی ځل دی چې په امریکا کې د مطبوعاتو سره داسې چلند کیږي.