په فیلیپین کې د یوې اوونۍ په دننه کې د دویم ځل لپاره چاودنه وشوه.
په فیلیپین کې چاودنه وشوه
639986
په فیلیپین کې د یوې اوونۍ په دننه کې د دویم ځل لپاره چاودنه وشوه.
په فیلیپین کې د سوک وهنې د مسابقې پر مهال چاودنه وشوه. په چاودنه کې لږ تر لږه د ۳۳ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
چاودنه د فیلیپین د لیته په ښار کې په یو سوداګریز مرکز کې وشوه.
د یاد شوي ښار پولیسو ویلي دي چې بم د لرې سیمې نه د ټیلیفون په واسطه چاول شوی دی .
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه اخیستی ندی.
د ویلو ده چې په فیلیپین کې د نویل په ورځ د یوې کلیسې په مخکې چاودنه وشوه چې چاته پکې ځاني زیان نه وو اوښتی.
پولیسو ویلي دي چې د دواړو بریدونو ترمنځه يي اړیکه موندلې نده.