هندوستان  دا ځل  یو دفاعي  توغندی  په بریالیتوب سره  وازمایه.

هندوستان د ۱۲م ځل لپاره دفاعي توغندی په بریالیتوب سره وازمایه

492453
هندوستان  دا ځل  یو دفاعي  توغندی  په بریالیتوب سره  وازمایه.

د هندوستان د توسعې او دفاعي  څیړونو سازمان  اعلان کړی دی چې  یو سوپرسانیک  دفاعي  توغندی  چې په هوا کې  د بالستیک توغندي د لمنځه وړو  توان لري په بریالیتوب سره  ازمایلي دی.

ویل کیږي  دا دفاعي سوپر سانیک توغندی  چې  ۷ نیم متره اوږوالی لري  او د غږ نه هم  ډیر ګړندی دی  د کښتۍ نه هم  د توغول کیږي. دا دفاعي توغندی چې په ډیره  پرمختللې تکنالوژۍ  سمبال  دی  په ډیره ټیټه  ارتفاع کې هم  الوتنه کولی شي.

هندوستان د دولسم ځل لپاره  دفاعي  توغندي  ازمایي.

د یادولو وړ ده چې  نوموړي  دفاعي توغندي وکولای شو چې د ۴ دقیقو په موده کې  هغه بالستیک توغندی چې د مځکې نه توغول شوی وو  سینګالونه کشف  او  وروسته له منځه  یوسي.

هندوستان د ۲۰۰۰ کلونو نه راپدیخوا د هیواد د دفاعي  سیستم  د پیاوړتیا  په خاطر  د دفاعي  توغندیو  او سیستم  د جوړولو په خاطر په کار پیل کړی دی . هندوستان  چې د توغندیو او دفاعي سیستم په برخه کې د خپل رقیب هیواد پاکستان سره  جدي رقابت لري  هڅه کوي چې  خپل دفاعي  سیستم  لا پسې  پیاوړی  کړي.



اړوند خبرونه