په مديترانه كې د كډوالو بل ناورين
د مديترانې په بحيره كې د كډوالو د يوې كيښتۍ د ډوبېدو په پايله كې تر ۴۰۰ تنو زيات كډوال ترى تم شوى دي.
472966
د مديترانې په بحيره كې د كډوالو د يوې كيښتۍ د ډوبېدو په پايله كې تر ۴۰۰ تنو زيات كډوال ترى تم شوى دي.
دا كډوال چې ويل كيږي د سوماليا، ايتوپيا او اېرېتره د هېوادونو اوسېدونكې ول غوښتل يې چې د مديترانې د بحيرې له لارې د ايټاليا د هېواد سوېلي سواحلو ته ځانونه ورسوي.
تر اوسه پورې يواځې ۲۹ تنه كډوال ژغورل شوي دي.
ويل كيږي چې دا كيښتۍ د مصر له هېواد د ايټاليا پر لور روانه شوې وه چې په بحيره كې د ناسمې هوا او څپو له امله ډوبه شوې ده. په قاهره كې د سوماليا د سفارت چارواكي وايي تر اوسه پورې په څلورو ډوبو شوو كيښتيو كې د سپرليو په اړه كره معلومات په لاس كې نشته دى خو داسې اټكل كيږي چې شاوخوا ۵۰۰ تنه پكې سپاره ول.