الجزیرې تلویزیون د امریکا لپاره ځانګړي نشرات پایته ورسول
الجزیره امریکا تلویزیون وتړل شو
د الجزیزې تلویزیون د امریکا متحده ایالتونو لپاره خپل ځانګړي تلویزیوني نشرات د دریو کلونو وروسته پایته ورسول.
د الجزیزې د خبري شبکې مشر د روان میلادي کال د جنوري په میاشت کې په امریکا کې خپلو کارکوونکو ته د برښنالیک په استولو سره ویلي وو چې په پام کې لري د اپریل په میاشت کې د امریکا لپاره د الجزیرې ځانګړي تلویزیوني نشرات پایته ورسوي. هغه ددې مسلې لامل د امریکا د مطبوعاتو په بازار کې اقتصادي ستونزې په ګوټه کړې وې.
په امریکا کې د الجزیرې د تلویزیون کارکوونکو د ټویټر له لارې په ګډه د یو عکس د خپرولو سره وویل چې نن شپه په امریکا کې د الجزیرې نشرات پایته ورسید .
د ویلو ده چې د الجزیرې لخوا په امریکا کې د خپل تلویزیون د تړولو سره ۷۰۰ تنه کارکوونکي بې کاره شول.
الجزیرې تلویزیون په امریکا کې درې کلونو نشراتو په ترڅ کې په ځانګړې توګه د کیبل د لارې په نشراتو کې خپل هدف نه وو ترلاسه کړې.