جان کیري وویل چې د مسلمانانو په اړه د امریکا د ولسمشرۍ د نوماندانو د څرګندونو له امله شرمیږم.

د مسلمانانو پر خلاف د امریکا د ولسمشرۍ د نوماندانو څرګندونو په نړۍ کې دې هیواد پر خلاف د خلکو باور د پام وړ کم کړی دی

460301
جان کیري وویل چې د مسلمانانو په اړه د امریکا د ولسمشرۍ د نوماندانو د څرګندونو له امله شرمیږم.

جان کیري دا څرګندونې د سي بي اس تلویزیون د خلکو سره د مخامخیدو په نامه په خپرونه کې وکړې.

هغه وویل چې د مسلمانانو په اړه د ولسمشرۍ د نوماندانو نه د تید کروز او دونالد ترومپ څرګندونې په هر هیواد کې د هر مشر سره د لیدنې پر مهال د هغه مخې ته راوځي او مشران ترینه پوښتنه کوي. کیري وویل چې دا په اصل کې د یوې معیني مودې لپاره په امریکا کې یو مجبوریت دی.

جان کیري د بروکسل د بریدونو نه وروسته د تید کروز او جان ترومپ لخوا د مسلمانانو پر خلاف د ترسره شوو څرګندونو په اړه پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل ً هر هیواد ته چې ځي او د هر مشر سره چې لیدنه کوي ، دا مسله خامخا یادیږي. د نړۍ مشران پوښتنه کوي چې په امریکا کې څه روان دي؟ په روانو حالاتو هیڅوک باور نکوي. ً

کیري وویل چې د امریکا د ولسمشرۍ د نوماندانو دې څرګندونو د نړۍ یو زیات شمیر مشران د حیرانتیا سره مخامخ کړي دي.

هغه وویل چې روان حالات او دا څرګندونې په اصل کې د امریکا د استقرار د موازنې په اړه پوښتنې پيدا کوي او انسانان ناراحته کوي. هغه وویل داسې ښکاري چې دا د یوې معینې مودې لپاره د امریکا لپاره یو مجبوریت دی.


د امریکا د ولسمشرۍ د نوماندانو نه تید کروز د بروکسل د خونړیو بریدونو نه وروسته د ټولنیزې مډیا له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي وو چې په امریکا کې په هغه سیمو کې چې ډیری مسلمانان ژوند کوي امنیتي ځواکونه باید په ګزمو پیل وکړی او لا کلک امنیتي تدابیر ونیسي.


د امریکا د ولسمشرۍ د نوماندانو دونالد ترومپ بیا د بروکسل د پیښې نه وروسته د فوکس بسنیز نیټورک سره په مرکه کې ویلي وو ً حقیقت دا دی چې د مسلمانانو سره ستونزه لرو. هغه ویلي وو تاسې ته په ډاډ سره ویلی شم چې دا بریدونه د سويډني لخوا ندي ترسره شوي. باید هوښیار اوسو. جوماتونه باید د کلک څار لاندې ونیول شي، په جوماتونو کې څه تیریږي او څه ترسره کیږي پدې اړه باید قوي څیړنې وشي.

ترومپ ویلي وو چې د یو دومداره مرض په څیر ستونزه لرو.



اړوند خبرونه