په واشنګټن کې د کانګرس په ودانۍ کې وسله وال برید وشو
د امریکا متحده ایالتونو په پلازمینه واشګټن کې د کانګرس په ودانۍ کې وسله وال برید وشو
460068
د امریکا متحده ایالتونو په پلازمینه واشنګټن کې د کانګرس په ودانۍ کې د میلمنو په دروازه کې په پولیسو وسله وال برید وشو. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې یو تن د کانګرس ودانۍ د میلمنو په دروازه کې په پولیسو برید وکړ چې له امله يي یو تن ښځینه پولیسه ټپۍ شوه.
برید کوونکی د پولیس لخوا نیول شوی دی . د برید نه وروسته د سپینۍ ماڼۍ ټولې دروازې وتړل شوې او ګن شمیر ځانګړي پولیس سیمې ته راوسیدل.
دا لا معلومه نده چې پیښه د ترهګرۍ پورې تړاو لري او که نه. د پیښې په اړه څیړنې پیل شوي دي.