د فرانسې د پلازمینې پاریس د برید فاعل په بلجیم کې ونیول شو.

د پاریس د برید اصلي فاعل ونیول شو

453989
د فرانسې د پلازمینې پاریس د برید فاعل په بلجیم کې ونیول شو.

د یادولو وړ ده چې د تیر کال د نوامبر په میاشت کې د فرانسې په پلازمینه پاریس کې خونړی برید وشو چې له امله يي ۱۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ. د نوموړي برید اصلي فاعل صالح عبدالسلام په بلیجم کې ونیول شو.

د فرانسې ولسمشر فرانسیس اولاندا د صالح عبدالسلام د نیولو خبر د بلجیم د لومړي وزیر شارل میشل سره په ګډه خبري غونډه کې ورکړ.

د بلجیم لومړي وزیر وویل چې د پاریس برید کوونکی صالح عبدالسلام د بروکسل په مربوطاتو کې د مولینبیک په سیمه کې د ځانګرو عملیاتو په ترڅ کې ټپي ونیول شو.

د فرانسې ولسمشر اولاندا وویل چې برید کوونکی فرانسې ته د اعاده کولو په خاطر په چارو پيل شوی دی او نن يي امنیتي شورا غونډې ته رابللې ده .

د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما د پاریس د برید کوونکي د نیولو په خاطر د فرانسې او بلجیم مشرانو ته د ټيلیفون په کرښه مبارکي وویله.

د بلجیم څارنوال چې د نوموړو څیړونو مسولیت په غاړه درلود خبري غونډې ته وویل چې د پاریس د برید د اصلي فاعل د نیولو په خاطر په ترسره شوو عملیاتو کې پنځه تنه نیول شوي دي.

د یادولو وړ ده چې صالح عبدالسلام د پاریس د برید چې له امله ۱۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو اصلي فاعل دی چې د څو میاشتو راهیسې د فرانسې او بلجیم لخوا لټول کیده.



اړوند خبرونه