اروپا ته د کډوالو لویه څپه پيل شوې ده

پداسې حال کې چې اروپا د کډوالو د یوې لویې څپې سره مخامخ ده جرمني غواړي چې پدې بهیر کې امریکا او عربي هیوادونه هم شامل کړي.

377637
اروپا ته د کډوالو لویه څپه پيل شوې ده


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شتاینمایر وویل چې د نړۍ د پرمختللو هیوادونو نه جوړه د جي ۷ په سرمشریزه کې به چې په روانه میاشت کې جوړیږي عربي هیوادونه ته هم بلنه ورکړی شي.
شټاینمایر د نوموړي هیواد په پارلمان کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ویلي دي چې پداسې یو حساس وخت کې د کډوالو لپاره کافي بودیجه نلري. نوموړی ویلي دي چې د کډوالو عالي کمشنرۍ د بودیجې د نشتوالي له امله په یو زیات شمیر کمپونو مرستې نیمايي کمې کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې په دې مسلې به د ملګروملتونو په عمومي مجلس او د جي ۷ په غونډه کې د عربي هیوادونو سره خبرې وکړي.
د بله پلوه ویل کیږي په جرمني کې ۳۰۰ تنه کډوال چې په یو ښوونځي کې ځای په ځای شوي وو د ښوونځي ودانۍ پریښې او د سويډن پر لورې روان شوي دي. د دڼمارک پولیسو د کډوالو د مخنیوي په خاطر لاره تړلې ده .
ویل کیږي کډوال د سویډن پر لورې مساپرت ته دوام ورکوي خو پولیس يي د لرې نه څاري.
ډنمارک سویډن ته د کډوال د تیریدو د مخنیوي په خاطر د جرمني سره د ریل ګاډي سفرونه ځنډولي دي. د ډنمارک پولیسو یو ډیر ریل ډک کډوال چې سویډن ته د تلو هڅه کوله درولي دي. پولیس د کډوالو د ریل نه د ښکته کولو او د ثبتولو هڅه کوي خو کډوال بیا ددې مسلې ته غاړه نه ږدي.
د بله پلوه په اروپا کې د کډوال پر خلاف د توکمپالو او افراطيانو غبرګونونه هم دوام لري.
د فرانسې د رو ان د ښار ښاروال ویلي دي چې په ښار کې د مسیحي کډوالو نه پرته نور څوک به ونه مني.
همداشان سلواکیا هم اعلان کړی دی چې یواځې او یواځې د مسیحي کډوالو منلو ته تیار دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه