د CİA پخوانی مشر پیټروس د محاکمې غوښتنه شوې

179748
د CİA پخوانی مشر پیټروس د محاکمې غوښتنه شوې

د امریکا د عدلیې وزارت د CIA د پخواني مشر ډیوید پیټروس د محرمو معلوماتو او اسنادو د افشا کولو له امله د محاکمې غوښتنه وکړه .
د امریکا د عدلیې د وزارت چارواکیو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې ډیویډ پیټروس به د هغه ښځې سره چې نامشروع پټې اړیکې درلودلې د امریکا د محرمانه راضونو د شریکولو له امله محاکمه شي. د ویلو ده چې د عدلیې وزارت د امریکا د دفاع د وزارت نه محکمې د پیټروس د معرفي کولو غوښتنه کړې ده .
د یادولو وړ ده چې جنرال ډیویډ پیټروس په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا د بهرنیو استخباراتو د CIA د مشر په توګه وټاکل شو. نوموړي ددېنه مښکې په عراق او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشري په غاړه درلودله.
په ډیویډ پیټروس تور لګیدلی دی چې د هغه ښځې سره چې نامشروع پټې اړیکې درلودلې او ددې د ژوند په اړه يي کتاب لیکلو د امریکا د استخباراتو پټ راضونه شریک کړي دي.
د امریکا په مطبوعاتو کې په خپرو شوو خبرونو کې راغلي دي چې پیټروس دا پټ راضونه د د امریکا د بهرنیو استخباراتو د CIA د مشرۍ په دوران کې شریک کړي دي .
ډیویډ پیټروس باندې د تورونو د لګیدو نه وروسته په ۲۰۱۲ کال کې د خپلې دندې نه استعفا ورکړه.
د یادولو وړ ده چې د امریکا د کورنیو استخباراتو ادارې اف بي ای او محکمه د پیټروس په اړه په ترسره کړو څیړونو کې دا موندلې وه چې نوموړي د هغه ښځې سره چې نامشروع پټې اړیکې درلودلې ځینې پټ راضونه شریک کړي دي. حتا ځینې راضونه د نوموړې ښځې په کمپیوټر کې موندل شوي وو.
په جنرال پیټروس پداسې حال کې دا تورونه لګیږي چې نوموړی د امریکا د ولسمشر بارک اوباما لخوا د ترسره کړو خدماتو له امله ستایل شوی دی .
ویل کیږي که چیرې په پیټروس لګیدلي تورونه ثابت شي کیدای شي چې زنداني شي.
د امریکا د بهرنیو استخباراتو د CIA پخوانی مشر ډیویډ پیټروس ویلي وو چې د هیواد پټ راضونه يي د چا سره ندي شریک کړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه